پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د غزني د دولتي پوهنتون چاودنه په کلکه غندلې

طالبانو د غزني د دولتي پوهنتون چاودنه په کلکه غندلې

وروسته له هغه چې د غزني ولایت د دولتي پوهنتون دننه د چاودنې او په پایله کې یې د محصلانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو، طالبانو یاده پېښه غندلې او دا ډول بریدونه یې د بشري اصولو خلاف بللي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «راپور مو تر لاسه کړ چې په غزني کې د پوهنتنون دننه چاودنه شوې. اسلامي امارت دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی.»

Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
@Zabehulah_M33
#وضاحت:
راپور مو تر لاسه کړ چې په غزني کې د پوهنتنون دننه چاودنه شوې.
اسلامي امارت دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی.

یاده دې وي، چې نن سهار د غزني د دولتي پوهنتون دننه د دري ادبیاتو په پوهنځۍ کې چاودنې ۲۳ تنه ټپيان کړل، په ټپيانو کې ښځينه زده کوونکې هم شاملې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: