جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د لوی اختر په مناسبت یو شمېر بندیان له زندانه خوشې کړل

طالبانو د لوی اختر په مناسبت یو شمېر بندیان له زندانه خوشې کړل

طالبانو د لوی اختر په مناسبت د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه ۷۶ جنګي بنديان خوشې کړي دي.

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د روزګان څخه اتلس، له کندز څخه ۳۵، له خوست څخه ۱۵ او له سرپل ولايت څخه يې ۸ تنه هغه جنګي بنديان خوشې کړي چې دوی په جګړو کې نيولي و.

اعلاميه کې راغلي، چې دغه بنديان د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان پر اساس خوشې شوي دي.

طالبان وايي، دغه لړۍ به جاري وساتي او له یو شمير نورو ولايتونو څخه به هم ګڼ شمیر بنديان د اختر لپاره خوشې او خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

طالبان وايي، خوشې کړيو بنديانو ته يې د اختر جامې او خپلو سيمو ته د تللو کرايې هم ورکړي دي.

هر کال په اخترونو او ځانګړو ورځو کې د طالبانو له خوا د دولت هغه جنګي بنديان خوشې کيږي چې په جګړو او د طالبانو په بريدونو کې نيول شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: