پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د ټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی

طالبانو د ټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی

طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغه څرګندونو غبرګون ښودلی، چې ویلي یې و، په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر را کم کړي، خو استخباراتي حضور به یې په دغه هېواد کې پر خپل ځای وي. طالبانو پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه تبصره کې ویلي، د ټرمپ له دې خبرو ښکاري، چې نوموړی اوس هم افغانستان ته د امریکا د یوه ایالات په سترګه ګوري. په تبصره کې وړاندې راغلي، چې یا خو ټرمپ ته د امریکا او طالبانو مذاکرات بې ارزښته دي او یا دا چې ترې خبر نه دی. په تبصره کې راغلي، د طالبانو اصلي موخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي او د هېڅ لویې او کوچنۍ نظامي یا استخباراتي ډلې پاتې کېدل ورته د منلو نه دي. طالبانو ویلي، د مذاکراتو په لړ کې یې پر امریکایي لوري په لیکلې بڼه منلې، چې له دیپلماتیک حضور پرته به په افغانستان کې هېڅ بهرني نظامي عسکر ته د پاتې کېدو اجازه ورنه کړي. دغه ډله وایي، چې د ټرمپ دغه ډول څرګندونې کولی شي له امریکا سره د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: