یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / طالبانو په رسمي ډول په قطر کې له امریکایي پلاوي سره د خبرو د بیا پیلېدو پخلی کړی دی

طالبانو په رسمي ډول په قطر کې له امریکایي پلاوي سره د خبرو د بیا پیلېدو پخلی کړی دی

طالبانو په رسمي ډول په قطر کې له امریکایي پلاوي سره د خبرو د بیا پیلېدو پخلی کړی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم له امریکایي پلاوي سره خبرې له هغه ځایه پیل کړې دي په کوم ځای چې درېدلې وې. که څه هم وړاندې تر دې د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د نږدې سرچینو له قوله ویل شوي وو چې د دې خبرو ډېر تمرکز د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند دی خو شاهین پرته له جزیاتو ویلي، چې د هوکړې د لاسلیک او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. شاهین زیاته کړې، په دې خبرو کې انس حقاني هم ګډون درلود او په وینا یې مذاکرات به سبا هم دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: