چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / طالبان:په افغانستان کې داعش ډله د امریکا ملاتړ له ځان سره لري

طالبان:په افغانستان کې داعش ډله د امریکا ملاتړ له ځان سره لري

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او منشي مولوي محمد نبي عمري د رشیا ټوډې له عربي څانګې سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې داعش ډله د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او ددوی په الوتکو کې له یوه ځایه بل ته لېږدول کېږي. دده په خبره داعشیان له سوریې او عراق د امریکا په الوتکو کې افغانستان ته ولېږدول شول او اوس هم دغه هېواد پیسې او وسلې ورکوي. مولوي محمد نبي عمري وایي، ډېر وخت چې کله داعش ډله د طالبانو له لوري محاصره شي نو امریکايي الوتکې یې ژغورلو ته راځي. دده په وینا په روژه کې دداعش ډلې ځنې غړي طالبانو محاصره کړل، خو امریکایي الوتکو کابل ته ولېږدول. نوموړی دغه راز ادعا کوي چې طالبان د افغانستان پر ډېره برخه واکمن دي او ډېره کمه برخه خاوره د حکومت په واک کې ده. عمري له امریکا سره په خبرو کې د پرمختګ خبره هم کوي او وایي تر هغه وروسته چې له امریکا سره یوې پایلې ته ورسېږي، بیا به بین الافغاني مذاکرات هم پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: