دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان ادعا کوي چې کونړولایت کې رانه ګډو ځواکونو داعش وسله وال ژغورلي دي

طالبان ادعا کوي چې کونړولایت کې رانه ګډو ځواکونو داعش وسله وال ژغورلي دي

وسله وال طالبان وايي، چې له یوې اونۍ راهیسې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره يې عملیات پيل کړي. طالبانو په رسمي اعلاميه کې ویلي، چې د دې ډلې په له منځه وړلو کې د کونړ ولسونه هم له دوی سره همکار دي. وسله والو طالبانو ویلي، چې تېره شپه یې د دې ولایت په مزار درې سیمه کې د داعش پر ضد عملیات کول چې د ګډو ځواکونو له لوري داعش ډله وژغورل شوه او همدارنګه د داعش ډلې مشران او وسلې د افغان او امریکايي ځواکونو له لوري د الوتکو له لارې خوندي ځایونو ته ولېږدول شول. طالبانو ویلي، دا څوم ځل دی چې داعش ډله په دې ډول د امریکايي ځواکونو له لوري د دوی اډو ته لېږدول کېږي. طالبانو ویلي، داعش ډله چې تل یې علما او قومي مشران وژلي او په جوماتونو کې چاودنې کوي تر شا یې د امریکا لاس دی او له دې ډلې سره مرسته کوي. حکومتي چارواکو او امریکايي ځواکونو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: