جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالب سرچینه: طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه وکړي

طالب سرچینه: طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه وکړي

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د اختر له رخصتۍ سم لاسي وروسته دوی له امریکایانو سره د “وروستي تړون” په اړه خپلمنځي خبرې اترې پیل کړې دي.
د سرچینې په وینا طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه وکړي او په پای کې به د متحده ایالاتو او د دوی یوه بلې ناستې ته اړتیا شته څو په ګډ وروستي تړون کې نوې وړاندیزونه ور زیات شي.
سرچینه وايي، د وروستۍ هوکړې په اړه په قطر کې د طالب استازو د دفتر اوهمدا راز د دوی د مشرتابه تر منځ په لوړه کچه سلا و مشورې روانې دي.
سرچینې د ولسمشر اشرف غني د اختریز پیغام په غبرګون کې وویل، طالبان باور لري چې هر څوک چې پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کوي، د سولې د روانو هڅو ښکاره مخالف دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر له لمانځه وروسته وویل چې د هغه حکومت په داسې دریځ کې نه دی چې هېواد کې د سولې په اړه پریکړه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: