جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالب ویاند:خوګیاڼو کې مو ۱۳ د داعش ډلې جنګیالي وژلي دي

طالب ویاند:خوګیاڼو کې مو ۱۳ د داعش ډلې جنګیالي وژلي دي

د ننګرهار امنیتي چارواکې وایي، د دواړو لورو ترمنځ جګړه له تیري شپې راهیسې جریان لري چې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نشته دی؛ خو وایي دواړو لورو ته پکې تلفات اوښتي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد انعکاس ته وویل، چې یاده نښته کې یو طالب او دیارلس د داعش ډلې غړي وژل شوي دي او د دوی ډېری سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: