دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالب ویاند:راتلونکې شنبې په ورځ به د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو اووم پړاو پيل شي

طالب ویاند:راتلونکې شنبې په ورځ به د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو اووم پړاو پيل شي

د وسله والو طالبانو ویاند په یوه ټوېټ کې ویلي چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو اووم پړاو پيل شي. تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هم ویلي وو، چې د روانې جون میاشتې په ۲۹مه به له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي. په دې خبرو کې پر مهمو مواردو بحث کېږي او زلمي خلیلزاد ویلي چې د یوې جامع هوکړې د رامنځ ته کېدو هڅه کېږي. دده په خبره په دې جامع هوکړه کې څلور موارد شامل دي چې دواړه لوري باید ورباندې موافقه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: