سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / طیب اردغان نړیوالې ټولنې ته د سوریې په شمال کې د امن راوستو خبرداری ورکړی

طیب اردغان نړیوالې ټولنې ته د سوریې په شمال کې د امن راوستو خبرداری ورکړی

د ترکیې ولسمشر پرون پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د سوریې په شمال کې د امن سیمې په جوړولو کې مرسته وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې کرد ملېشه له هغه مهال وېش سره سم چې له روسیې سره یې موافقه ورباندې کړې، د سوریې له شمالي سیمو ونه وځي، “ټول تروریستان” به وځپي.
ښاغلي اردوغان پرون (اکټوبر ۲۶مه) په استانبول کې د خبرو پرمهال د سوریې په شمال کې د کردانو په مشرۍ د خلکو ژغورنې ډلې (وای پي جي) په اړه وویل: “که تروریستانو د ۱۵۰ ساعتونو په ترڅ کې سیمه پاکه نه کړه، موږ به يې په خپله پاکه کړو.”
اردوغان د اکټوبر په ۲۳مه په روسیه کې له جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سره وکتل او دواړو موافقه وکړه چې مسکو به د سوریې له شمالي سیمو چې د ترکیې د پولې په ۳۲ کیلومترې پرتې دي، د کرد ملېشه جنګیالیو ته د وتلو زمینه برابره کړي.
دواړو موافقه کړې چې دا پلان به د راروانې سه شنبه ورځې د ماښام تر ۶ بجو پلی کېږي.
د ترکیې ولسمشر پرون پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د سوریې په شمال کې د امن سیمې په جوړولو کې مرسته وکړي.
ترکیه غواړي هغه درې میلیونه او ۶۰۰ زره کسان چې د سوریې له جګړې ورتښتېدلي، د سوریې په خاوره کې امن سیمې ته ستانه کړي.
ترکیه ادعا کوي چې په سوریه کې د کردانو ملېشه ځواکونه “تروریستان” او په ترکیه کې د کردانو د کارګر ګوند (پي کې کې) پر پله روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: