دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / عراق، امریکایي او ترکي ځواکونو ته خبرداری ورکړی

عراق، امریکایي او ترکي ځواکونو ته خبرداری ورکړی

عراق، امریکایي او ترکي ځواکونو ته خبرداری ورکړی دی چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له دې هېواده وباسي. د عراق د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې ویلي چې په هېواد کې یې د دوی له اجازې پرته بهرني اشغالګر موجود دي او که چېرته ژر تر ژره ونه وځي حکومت یې حق لري چې پر ضد یې نظامي ګام پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال په دې هېواد کې د داعش ډلې د بشپړ ځپلو خبره کړې وه او ویلي یې وو چې ژر به خپل ځواکونه وباسي خو وروسته د داعش د پاتې عناصرو د ځپلو په خاطر یې زر تنه پوځيان په عراق کې پرېښودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: