دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / عراق کې امنیتي سرتېرو پر معترضانو ډزې کړي

عراق کې امنیتي سرتېرو پر معترضانو ډزې کړي

عراق کې امنیتي سرتېرو پر هغو معترضانو ډزې کړي چې ګرځبندیز ته له پام پرته سړکونو ته وتلي وو. دې سره د وژل شویو شمېر ۲۰ کسانو ته رسېدلی دی. د عراق لومړی وزیر عادل عبدل مهدي وايي، د نظم ټینګولو او د بلواګرو د نفوذ د مخنیوي لپاره به تر نامعلوم وخت ګرځبندیز وي. پر وژل شویو سربېره تېره ورځ په بغداد او د عراق نورو ښارونو کې په زرګونو معترضان ټپیان شوي دي خو لا هم دغه وضیعت نه دی کنټرول شوی. لاریون کوونکي اداري فساد، د عامه خدمتونو نامناسب والي او د بېکارۍ لوړې کچې غوسه کړي دي. ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: