دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / عراق کې پنځه نور لاریونوال وژل شوي دي

عراق کې پنځه نور لاریونوال وژل شوي دي

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د یاد هېواد د پولیسو په مخامخ ډزو کې پنځه لاریونوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. امنیتي کسانو وروسته تر هغه پر دې لاریونوال ډزې وکړې چې دوی هڅه کوله د لومړي وزیر د استوګني ځای ته نږدې شي. د بغداد امنیتي چارواکو ویلي، دا ډزې پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو په موخه کړې دي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. په عراق کې له تېرو څو ورځو راهیسې پرلپسې تاوتریخجن لاریونونه روان دي چې له پیله تر اوسه یې شاوخوا ۲۵۶ لاریونوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. لاریونونه د فساد، بې روزګارۍ او د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنې پر ضد پیل شوي دي. اعتراض کوونکي، د لومړي وزیر د استعفا تر څنګ د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: