پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / علي وزير او محسن ته عدالت د بلې اورېدنې دپاره د لسم اګست نېټه ورکړې ده

علي وزير او محسن ته عدالت د بلې اورېدنې دپاره د لسم اګست نېټه ورکړې ده

د شمالي او جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو علي وزير او محسن داوړ پرضد روانو مقدمو اورېدنه نن هم نه ده شوې او عدالت د بلې اورېدنې دپاره د لسم اګست نېټه ورکړې ده.

د دوي وکيل سنګين يوسفزي وي او او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل په ملک کې د کوټې د درې کاله پخوانۍ پېښې پرضد د پاکستان بار کونسل د وکیلانو د کاربنديز له امله دغه پېشې ونه شوه، او عدالت د اورېدنې دپاره دوه ورځې وروسته بله نېټه وټاکله.

خو نوموړي وويل دوي له نه دې په وړاندينۍ پېشۍ عدالت ته ویلي ؤ چې که ياد عدالت د دغه مقدمې اورېدنه نه شي کولی نو د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت خواستونه دې رد کړي چې دوي کوم بل عدالت ته لاړ شي.

هغه تور ولګوؤ چې د يادو مقدمو په ارادې سره د وروستوالي نه کار اخیستل کيږي او زياته یې کړه ځکه دغه خبره کوي چې په داسې مقدمو کې په لسو ورځو کې په خواست اورېدنه او فېصله کیږي.

هغه وویل په دې مقدمو کې دوه میاشتې وشوې او فېصله نه کيږي، نوموړي وويل په يادو مقدمو کې قانوني تقاضې پوره کړی شوې خو يواځې د جج امر ته په تمه دي چې هغه فېصله واوروي.

سنګين دا هم وويل چې د علي وزير او محسن داوړ پرضد جوړو مقدمو کې يواځې د خړکمر د پېښې مقدمه عدالت ته وړاندې شوې او د پوځيانو په ګاډي د چاؤدنې تورنه مقدمه تراوسه عدالت ته نه ده وړاندې کړل شوې.

پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د دوي دواړو وکیلانو طارق افغان او سنګين ويلي ؤ دوي ته د هري پور په جېل کې د علي وزير او محسن داوړ سره د ملاقات اجازت نه دی ورکړل شوی او طارق افغان ډيوه ته ويلي زه د هغو وکيل يم خو د جېل واکدارانو مونږ ته د ملاقات اجازه رانکړو.

طارق افغان ويلي زما او د سنګين ايډوکيټ نه علاوه سنيټر عثمان کاکړ او د وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي مير کلام وزير له هم د دوي سره د ملاقات اجازه نه ده ورکړی شوې.

محسن داوړ او علي وزیر په ۲۶مې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سيمه کې په پوځي چيک پوسته د بريد او بيا د جون په اوومه نېټه د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بندیوان دي او د پاکستان حکومت په دوي باندې د رياست مخالفه کارروايانو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: