پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / پاکستان / عمران خان:نور د هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لرو

عمران خان:نور د هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لرو

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته له هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لري، ځکه په وینا یې کومه ګټه نه کوي. عمران خان ویلي، تر ټولو ډېره خواشینوونکې خبره دا ده چې د ۸۰ لکه کسانو ژوند په خطر کې دی او له ده سره دا اندېښنه ده چې کشمیر کې توکمیزه وژنه پیلیږي. نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو څارونکو ته دې د کشمیر سفر اجازه ورکړل شي، چې دغه اندېښنه لرې شي. د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کشمیر وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. ټرمپ دوه ورځې وړاندې د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو سره ټیلفوني خبرې هم کړې دي. نوموړي ویلي، چې له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان اړیکي خرابې شوې دي او اوسنی وضعیت خطرناک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: