پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / عمران خان ایران او سعودي ته د منځګړيتوب وړاندیز کړی

عمران خان ایران او سعودي ته د منځګړيتوب وړاندیز کړی

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې د ايران او سعودي عرب د ترينګلتيا له منځه وړلو کې د سهولت کار رول لوبوي.

نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه د ايران د سفر پر مهال د هغه هېوادله ولسمشر سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال کړې ده.

عمران خان او حسن روحاني په تهران کې تر ملاقات وروسته د خبرې غونډې پر مهال زياتره څرګندونې د رياض او تهران ترمنځ د لانجو پر هواري وکړې.

عمران خان وويل، ايران ته يې د سفر هدف د سعودي عرب او ايران ترمنځ د ترينګلتيا په ختمولو کې رول لوبول دي.

نوموړي وېره څرګنده کړه چې که د سعودي عرب او ايران ترمنځ جنګ کېږي نو د ده په خبره دا به په نړۍ کې بې وزلي زياته کړي.

هغه وويل، د جنګ په صورت کې به د تېلو بیې لوړې شي چې په نتيجه کې به يې مخ په وده هېوادونه زياتره پیسې د تيلو پر اخېستو ورکوي.

تر دې وړاندې مطبوعاتو ليکلي ول چې عمران خان د امريکا په غوښتنه د ايران او سعودي عرب ترمنځ د منځګړي رول لوبوي خو عمران خان په خبرې غونډه کې په ډاګه کړه چې د هيچا په وينا دا کار نه کوي.

هغه دا هم واضحه کړه چې پاکستان د منځګړي نه بلکې د سهولت کار رول لوبوي.

عمران خان حسن روحاني مخاطب کړ او ویې ويل چې له هغه سره شويو خبرو هڅولی دی چې له مثبت فکر سره سعودي عرب ته ولاړ شي.

ايراني ولسمشر د خبرې غونډې پر مهال په سيمه کې د سولې په لړ کې د پاکستان د اوسنيو هڅو هرکلی وکړ.

نوموړي وويل، له عمران خان سره يې د سيمې د امنيت په اړه خبرې کړې دي خو په خبرې غونډه کې د هغې خبرې يادونه وکړه چې د ده په خبره عمران خان ورته د يمن د جګړې په اړه وکړه.

حسن روحاني وويل: “ښاغلي وزيراعظم پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې په يمن کې جنګ ختمول د سيمې د ستونزو د هواري لپاره مهم دي چې هلته سمدستي ډز بندي وشي او د يمن خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.”

ټاکل شوې ده چې د ايران تر سفر وروسته عمران خان په روانه اوونۍ کې سعودي عرب ته ولاړ شي او د هغه هېواد له مشرانو سره د تهران او رياض ترمنځ د رامنځ ته شوې ترينګلتيا پر موضوع خبرې وکړي.

د ايران او سعودي عرب ترمنځ په دې وروستيو کې ترينګلتيا زياته شوې ده چې پکې د يمن د جګړې، د سعودي د تيلو پر تاسيساتو حمله او په خليج کې د تيلو د ټانکرونو تګ راتګ د مخنيوي هڅې شاملې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: