پنجشنبه , دسمبر 12 2019
کور / خبرونه / افغانستان / عمران خان: د افغان شخړې یوازینی حل خبرې اترې دي

عمران خان: د افغان شخړې یوازینی حل خبرې اترې دي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د افغان شخړې یوازینی حل خبرې اترې دي او د دې اوږدې جګړې ختمولو ته په کار ده چې مذاکرات ژر پیل شي. نوموړي چین ته تر سفر مخکې په اسلام اباد کې د امریکا د کانګرس له غړو وان هولین او میګي حسن سره په لیدنه کې ویلي، طالبان او امریکا دواړه غواړي چې دا شخړه له سوله ییزو لارو پای ته ورسېږي، نو د دې لپاره غوره ده چې خبرې اترې بیا پیل شي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان تر دې وړاندې هم د افغان سولې برخه کې مرسته کړې ده او له دې وروسته به هم تر خپله وسه هلې ځلې وکړي. عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د ملا برادر په مشرۍ یو ۱۲ کسیز پلاوی اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې د پاکستاني چارواکو سربېره د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیده کاته درلودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: