چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / پاکستان / عمران خان د ټرمپ لیدنې له پاره امریکا ته ځي

عمران خان د ټرمپ لیدنې له پاره امریکا ته ځي

سپینه ماڼۍ وایي ټرمپ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د روانې میاشتې په ۲۲مه وګوري. دواړه لوري به پر دوه اړخیزو اړیکو او همدا راز په بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي. تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر هم ویلي وو، چې ډېر ژر به له ټرمپ سره لیدنه ولري او پر بېلو مسایلو به خبرې اترې کوي. تېر کال د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې وي، خو په وروستیو میاشتو کې بېرته د ښه کېدو په لور روانې دي. امریکا له پاکستان غواړي چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي او پاکستان هم ژمنه کړې چې ترهګرې ډلې به له منځه وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: