سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / عمران خان سعودي عربستان ته سفر کړی دی

عمران خان سعودي عربستان ته سفر کړی دی

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې نوموړی هڅه کوي د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې سمې کړي او روانو ناندریو ته د حل لار پیدا کړي. عمران خان په دې سفر کې د سعودي عربستان له پادشا ملک سلمان او ددغه هېواد له ولعیهد محمد بن سلمان سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت، امنیت، سولې او سیمه ییزو کشمکشونو خبرې کړې دي. عمران خان تر دې وړاندې ایران ته سفر کړی و او په یوه خبري غونډه کې یې ویلي وو، چې د سفر موخه یې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو جوړول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: