شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / پاکستان / عمران د ۱۴ اګست په ورځ کشمیریانو ته ډاډ ورکړی چې هند د ظلم انتقام به ترې اخلي

عمران د ۱۴ اګست په ورځ کشمیریانو ته ډاډ ورکړی چې هند د ظلم انتقام به ترې اخلي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته تللی و او هلته یې کشمیرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د کورواکۍ لپاره روانه مبارزه کې به ‌یې یوازې پرېنږدي. عمران خان د هېواد د خپلواکۍ د درې اویایمې کلیزې په مناسبت په وینا کې هند ته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هر ډول برید پر وړاندې خبرداری ورکړ. عمران خان وویل د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي او هغه وخت رارسیدلی چې هند ته سبق وروښایي.عمران خان ویلي، چې پوځ د اعتبار وړ استخباراتي مالومات ترلاسه کړي چې گواکې هند د پاکستان واک لاندې کشمیر کې د برید پلان لري او پاکستان بشپړ ځواب ویلو ته چمتو دی.نوموړي ویلي، چې د هند حکومت لخوا د هندي کشمير د نیمه خودمختارۍ حیثيت ختمولو پرېکړه یوه لويه ستراتیژیکه تېروتنه ده او دا به هند ته ګرانه پرېوزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: