شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / راپورونه / عمر داؤد خټک څوک وو او هلې ځلې یې څه وې؟

عمر داؤد خټک څوک وو او هلې ځلې یې څه وې؟

عمر داؤد خټک چې د کوزې پښتونخوا له خټکو سیمې سره یې تعلق وو، په ټولنیزو رسنیو کې یو فعال ځوان وو او د آزاد پښتونستان په نوم یې یو خوځښت جوړ کړی وو، ده به په خپلو خبرو او لیکنو کې د پښتنو لپاره غږ پورته کاوه او ویل به یې چې د پاکستان حکومت اصل کې د پنجاب حکومت دی او پاکستان کې پښتون قام محکوم دی، آزاد نه دی او له کلونو کلونو راهیسې ورسره ظلمونه روان دي.
څه موده وړاندې د عمر داؤد خټک د نادرکۍ راپورونه مطبوعاتو کې خپاره شول، خو نن د پاکستان د بېلابېلو ګڼ شمېر رسنیو، مطبوعاتو او ټي وي چینلونو د عمر داود خټک د نیولو خبر خپور کړی.
په خبر کې یې نوموړی لع یو لورې نه افغانی ښودلی او له بل پلوه یې هند ته د جاسوسۍ تور هم پرې لګولی، د نوموړي مینوال او یو شمېر نور روڼ آندي پښتانه په نوموړي دغه تورونه بې بنیاده بولي او ویلي یې دي چې د هغه ګناه همدا ده چې د منظور پشتین غوندې یې د پښتنو ملاتړ ته ملا تړلې وه چې د نوموړی دا کار حکومت ته د زغم نه وو او د هغه د نیولو هڅې یې کولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: