پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / غزني کې هاوان مرمۍ ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

غزني کې هاوان مرمۍ ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په غزني كې تېره ورځ د هاوان د يوې سرګلولې او يوه ماين د چاودنو له كبله د اتو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او اووه نور يې ټپيان كړي دي. د ده په وينا، د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتو كې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين د ملکي کسانو پر يوه موټر چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه ملكي وګړي ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو تر دمه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: