پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / پښتو ادب / غـــــــــــزل(کیسه لا هغسې ده!) مهاجر زاهد ساپي

غـــــــــــزل(کیسه لا هغسې ده!) مهاجر زاهد ساپي

غزل //

کال بدل شوی خو دکال کیسه لا هغسې ده
بار دی په مړو دقتال کیسه لا هغسې ده

زه به خپل څیرې ګرېوانه ته تڼۍ څنګه راوړم
چې ستاد څیرې څیرې شال کیسه لا هغسې ده

د وخت جابر خلکو خپل ځان لره معبود ګڼلی
په دې ماحول کې د دجال کیسه لا هغسې ده

د څه بدلون او پرمختګ دی او د څه آزادي؟
د قبایلو د زوال کیسه لا هغسې ده

د قلمونو خاوندانو نورې تورې واخلئ
په سپېرو شونډو مو د سوال کیسه لا هغسې ده

زاهد ساپي دکومې څړیکې تسلي دې وکړم
چې ستا دخوړین زړګي دحال کیسه لا هغسې ده
ـــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر مهاجر زاهد ساپي نه په مننې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: