دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / غور: طالبانو دوه مهم غړي صحرايي محاکمه کړي دي

غور: طالبانو دوه مهم غړي صحرايي محاکمه کړي دي

وسله والو طالبانو په غور ولایت کې خپل دوه مهم غړي صحرايي محاکمه کړي دي.

د غور د ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر محاکمه شویو طالبانو تور و، چې د خپلو مشرانو د ترور پلان یې درلود.

سرچینه زیاتوي، چې دغه دواړه کسان له پنځو کلونو راهیسې د طالبانو سره وو خو اوس د لاسي بمونو د ساتلو او طالبانو د مهمو مشرانو د ترور د نیت لرلو په جرم محاکمه شوي دي.

سرچینه زیاتوي،عبدالله ولد غلام او ذبیح الله ولد رمضان د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د غور لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي احمدشاه له لوري محاکمه شوي دي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: