پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / فاریاب: د اندخوۍ ولسوالۍ د طالبانو ولسوال وژل شوی

فاریاب: د اندخوۍ ولسوالۍ د طالبانو ولسوال وژل شوی

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹م شاهین قل اردو وايي، د فاریاب د اندخوي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.

د دې قل اردو په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې ملا راز محمد د سې شنبې په ورځ د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې له ۹ نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د اندخوي په دوو کلیو کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد لا هم عملیات دوام لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: