یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / فاریاب: د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

فاریاب: د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې په المار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو او غوڅ ملاتړ سرتېرو په ګډه د طالبانو پر مرکزونو عملیات کړي دي. د سرچینې په خبره په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تر څنګ یې دوه بهرني سرتېري هم ټپیان شوي دي. د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار وايي دغه عملیات د طالبانو پر مرکزونو او دېپوګانو شوي دي چې له امله یې ددوی ګڼې وسلې له منځه تللې او درنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده. خو طالب وسله والو بیا ویلي چې په عملیاتو کې یو طالب ټپي شوی او څلور بهرني عسکر وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: