پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / فاریاب کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي

فاریاب کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو ویلي چې دوه سرتېري یې په افغانستان کې په یوه جنګي پېښه کې وژل شوي دي. ناټو ددې مسئلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د پنټاګون د مقرراتو له مخې ددغه سرتېرو هویت په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې رسنیو ته ویل کېږي. بل پلو ځینې رسنۍ وایي چې دغه سرتېري په فاریاب ولایت کې وژل شوي دي. روان کال د تېر کال په پرتله په هېواد کې د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله لوړه ده. څو اونۍ وړاندې په کندهار کې هم د یوه افغان سرتېري په برید کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: