سه شنبه , اګست 11 2020
تازه سر ټکي
کور / اسلاميات / فحشا خپرول زمونږ په ژوند څه اغېزه کوي؟ لیکنه: ښاد کوچی

فحشا خپرول زمونږ په ژوند څه اغېزه کوي؟ لیکنه: ښاد کوچی

لکه څنګه چې تاسې ته په ډاګه ده چې فحشا خپرول د اسلامي تعلیماتو له نظره هیڅ ښه کار نه دی، نو بیا ولې مونږ فحش ته خلک رابلو؟ فحشا په مونږ څه لوبې نشي کولی؟ زمونږ په اخلاقو بده اغېزه کولی شي، زمونږ په چاپېریال کې مونږ بد ګمانه کولی شي او د ټولو نه لوی نقص چې دا فحشا یې مونږ ته رارسوي هغه زمونږ ژوند ته عقیدوي خطر جوړوي.

تاسې ټول ته به معلومه وي چې په دې روان وخت کې زمونږ په وړاندې داسې پېښې وشوې چې آن زمونږ په سوچ کې هم نه شي راتلای، لکه د بېلګې په ډول دوه کسان سړی او ښځه زنا وکړي بیا هغه سړی راولګي او هغه ښځه ووژني ترڅو چاته ریښتیا په ډاګه نشي. داسې ډېرې پېښې زمونږ په جاپېریال کې شته
همدا فحشا ده چې زمونږ د عزت او زمونږ د ژوند سره لوبې کوي که چرته مونږ وغواړو چې خپل عزت او ناموس خوندي وساتو او څوک مو په بد نوم یاد نه کړي او په دنیا کې مو کردار خراب نه شي نو باید فحشا نه خپل ځانونه او خپله کورنۍ لرې وساتو.

نن خلک دا خبره کوي چې په لور خور باندې تعلیم وکړئ او هغه پوهنتونونو ته واستوئ خو د هغه خویندو او لوڼو باندې نه له کور او نه هم د پوهنتون لخوا په دې هکله پاملرنه نه کېږي نو همدا تعلیم او پوهنتون ددې سبب شي چې زمونږ لور او خور سره هغه څه وشي چې په ژبه نه راځي. آن ددې لپاره چې غواړو چې څو روپۍ وګټو او سرمایه داره شو، نوم مو وشي د بې غورۍ له وجې مو هغه څه له لاسه ورکړو چې بیا لاس ته نه رازي.

یو ملګري راته کیسه کوله: ویل یې تاسې خو ماشاءالله ښه ذهین یاست ولې پوهنتون نه وایې؟ ویل یې راځه پوهنتون کې داخله وکړه، هلکان او انجونې یو ځای په صنف کې ناست وي، درسونه هم وایو او د انجونې هم ترنظر لاندې ساتو، زمونږ د صنف ملګري او همدارنګه نورو ملګرو سره مو چې ګپ شپ دی همدا رنګه یې ځانته هر یو یې ځانته ملګرې پيدا کړې ده او دژوند نه خوند اخلي.

ما ورته ویل: الحمدلله! الله تعالی نه ډېر شکر ګزار یم او الله تعالی راباندې ډېر فضل او کرم کړی دی چې له دغې د فحشا نه یې لرې ساتلی یم او الحمدلله ما دومره تعلیم کړی دی چې زه مې خپل ژوند په اسلام کې دننه تیرولی شم او دنیا کې پې حلال رزق ګټلی شم.

نن صبا چې په پوهنتونونو کې څه تېریږي او کېږي نو په اړه یې مونږ سوچ هم نه شو کولی، اګرکه تعلیم د نارینه او ښځینه و لپاره یو شان کول پکار دی خو ځني بیا داسې وي لکه ماته چې دغه ملګري کیسه وکړه، داسې نه دي پکار. د پوهنتون کارکونکي باید سړو ته جلا او ښځو ته جلا صنفونه ترتیب کړي نو بیا امکان لري چې بریالي شو او د تعلیم نه یو څه ګټه پورته کړو او اسلام ته خدمت وکړو، هغه که په هره برخه کې وي مثلا که حدیث او قرآن له لارې وي او یا د انجینیرۍ له لارې یا د دوکتورۍ له لارې یا همداسې نور ډېر هنرونه شته چې مسلمانانو، اسلام او وطن ته خدمت وکړو.

خو متاسفانه دلته عصري مرکزونو کې د فحشا د خپرولو په اړه تربیت ورکول کېږي. ها! باید زده کړې وکړو خو هغه زده کړې چې ژوند ته مو کوم خطر نشي پېښېدلای، نن انټرنیټ او دغسې یو شمېر نورو لارو کې وینو چې ځني خلک خپل خواهش راخستي دي او غواړي د خپل خواهشات او د بل د عزت سره لوبې وکړي چې له امله یې تعلیم بدنامه شوی.

زده کونکو!
خیال وکړئ، ویښ شئ، اوګورئ
چې زمونږ چاپېریال کومې خوا ته روان دی. دا چې لوڅو فلمونو او هغه ډموتوبونو چې پښتانه یې غرق کړي دي د هغې نه ځان وساتئ او ژوند مو له ستونزو وژغورئ، ډېری ځوانان چې په ځان نه پوهیږي چې زه بد کوم که ښه؟ خو په ډمتوب کې به دومره ورننوتي وي چې رایستل به یې ډېر ستونزمن وي، همدا فلمونه او ډموتوب دی چې زمونږ چاپېریال یې د بدو پېښو سره مخ کړی دی او زمونږ عزت او ناموس سره لوبې کوي او ډېری وخت داسې وشي چې آن زمونږ ژوند ته هم د پای ټکی کېږدي.

که غواړئ چې ژوند مو وژغورل شي او د خوند نه ډکه زندګي وکړئ نو باید خپل ځان او خپلې کورنۍ د هغه څه نه لرې وساتو چې دین، ناموس، پښتو او ننګ باندې مو داغ جوړوي.

10 تبصرې

  1. Aw, this was an exceptionally good post. Finding the time and actual effort to make a good article… but what can I say… I
    hesitate a whole lot and don’t seem to get nearly anything done.

  2. Hello everyone, it’s my first visit at this site, and article is in fact fruitful designed for me,
    keep up posting these articles or reviews.

  3. It’s hard to find educated people for this topic, but
    you sound like you know what you’re talking about!
    Thanks

  4. Hi there, just became alert to your blog through Google, and found that it’s really informative.
    I am going to watch out for brussels. I will be grateful if you continue this in future.
    A lot of people will be benefited from your writing.
    Cheers!

  5. This design is spectacular! You most certainly
    know how to keep a reader entertained. Between your wit and your videos,
    I was almost moved to start my own blog (well, almost…HaHa!) Wonderful job.

    I really loved what you had to say, and more than that, how you presented it.
    Too cool!

  6. Wonderful, what a web site it is! This web site gives valuable
    data to us, keep it up.

  7. Excellent way of telling, and nice article to take data regarding my presentation subject matter,
    which i am going to present in institution of higher education.

  8. Wow that was strange. I just wrote an really long comment but
    after I clicked submit my comment didn’t show up. Grrrr…
    well I’m not writing all that over again. Anyway, just wanted to say superb blog!

  9. What’s up, yes this post is really good and I have learned lot of things from it on the topic of blogging.
    thanks.

  10. I have been exploring for a bit for any high-quality articles
    or blog posts on this sort of space . Exploring in Yahoo I
    at last stumbled upon this web site. Studying this information So i am
    glad to exhibit that I’ve a very just right uncanny feeling I found out just what
    I needed. I most unquestionably will make sure to do not omit this website and provides
    it a look on a relentless basis.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: