جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / قرغزستان د پخواني ولسمشر الماس بېک اتمبایف په کور چاپه وهل شوې

قرغزستان د پخواني ولسمشر الماس بېک اتمبایف په کور چاپه وهل شوې

د قرغزستان چارواکو پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبایف په نویو جرمونو تورن کړی دی.

پولیسو تېره اوونۍ د اتمبايف پر کور چاپه ووهله او دی یې توقیف کړ.

د لوی څارنوال د دفتر ویاند ضمیر بایشکېف نن ویلي چې اتمبایف د یو شمېر تورونو ترڅنګ د ادارو د استازو پر ضد په تاوتریخوالي، ډله‌يیزې بې‌ثباتۍ رامنځته کولو او د وژلو په هڅه تورن دی.

اتمبايف تر دوه ورځې وسله‌وال مقاومت وروسته د اګسټ په اتمه نېټه پولیسو ته تسلیم شو.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په نښتو کې د ځانګړو ځواکونو یو افسر ووژل شو او ۱۷۰ نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: