پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / پاکستان / قریشي:پښتانه پر وطن مین خلک دي

قریشي:پښتانه پر وطن مین خلک دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، پښتانه پر وطن مین خلک دي، پاکستان د دوی په مرسته ترهګرو ته داسې ماتې ورکړې ده چې ټوله نړۍ یې مني. هغه په بریتانیا کې د پښتنو د یوې ټولنې په پرانستغونډه کې د خبرو پر مهال، پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشارې ویلي، یو شمېر خلک چې په اروپایي هېوادونو کې ژوند کوي، هڅه کوي پښتنو ته داسې فکر ورکړي چې دا قوم په پاکستان کې له نورو قومونو جلا کړي خو په خبره یې که ټول یو موټی شي نو د بیلتونپالو غلط افکار به په بشپړه توګه ناکام شي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وخت ناوخت په اروپایي هېوادونو کې ځینې خلک راپورته شوي او د پښتنو پر وړاندې یې د پاکستاني ریاست ظلمونه غندلي او د پښتنو د یووالي غږ یې پورته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: