شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / لبنان کې د حزب الله ډلې اسرئيلي بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې

لبنان کې د حزب الله ډلې اسرئيلي بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې

لبنان کې د حزب الله په نوم وسلواله ډله وايي د اسرائيلو يوه بې پيلوټه الوتکه يې ويشتلې او نسکوره کړې ده.
د حزب الله تلويزيوني چينل «المنار» ويلي چې د «اسرائيلو بې پيلوټه الوتکه» يې هغه مهال وویشتله چې د لبنان خاوري ته ننوتلې وه.
د اسرائيلو يوه وياند تائيد کړې چي دوی يوه الوتکه د لبنان په خاوره کي لوېدلې ده.
هغه ويلي چي پيښه د يکشنبې په ماښام رامنځ ته شوې ده.
حزب الله د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د اسرائيلو يو زغره وال موټر يې ويشتلی او پکښې سپاره کسان يې وژلی يا ټپيان کړي دي.
دا برید د اسرائیلو د هغه برید جواب و چې لبنان کې یې ددغې ډلې په کسانو کړی و.
د اسرائيلو د معلوماتو له مخي دوی بيا په جواب کي د حزب الله پر مرکزي دفتر او د پوځي ناروغانو د انتقال پر موټر توغندي توغولي دي.
د دواړو لورو له خوا تر توغنديو توغولو وروسته د حزب الله مشر حسن نصرالله د اسرائيلو حکومت تر سرحد هاخوا ته په ستر پوځي بريد ګواښلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: