دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / لطیف پدرام: ډیورنډ کرښه دې په اوسپنو او پولادو وتړل شي

لطیف پدرام: ډیورنډ کرښه دې په اوسپنو او پولادو وتړل شي

د ولسمشریزو ټاکنو ناندریز نوماند ډاکټر عبدالطیف پدرام پاکستان ته له سفر سره هم مهاله ویلي، چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان رسمي پوله ده.

هغه د سولې په تړاو یوې ناستې ته له نورو سیاستوالو سره یو ځای ورغلی.

ویل شوي، چې د ناستې پر وخت هم پدرام په دې اړه پارونکې خبرې کړي.

پدرام پخپله فیسبوک پاڼه کې هم په دې اړه پوسټ کړی او ویلي، چې دا کرښه باید په اوسپنو او پولادو وتړل شي.

دغو خبرو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي.

د هغه مخالفینو دا خبرې غندلي او ویلي، چې پدرام باید د افغان ملت د ارادې خلاف ونه غږیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: