دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / له جرمني څخه شړل شوي ۳۶ افغان مهاجر کابل ته ورسېدل

له جرمني څخه شړل شوي ۳۶ افغان مهاجر کابل ته ورسېدل

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي چې له جرمني ایستل شوي، نن د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي دي.
«ډي پي ای» خبري اژانس د کابل هوایي ډګر چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له جرمني د دغو ایستل شویو افغانانو الوتکه نن سهار شااوخوا اته بجې په دې ډګر کې کېناسته.
دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغانانو ۲۹ ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي.
تر اوسه جرمني ټول ۷۵۶ افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: