دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / پاکستان / له سختو نیوکو وروسته عثمان ډار له پښتنو بخښنه وغوښته

له سختو نیوکو وروسته عثمان ډار له پښتنو بخښنه وغوښته

د وزيراعظم عمران خان د ځوانانو د چارو مرستیال عثمان ډار د پښتنو په اړوند په خپل بيان بخښنه غوښتې او ويلي يې دي خپل الفاظ يې بيرته اخيستي دي.
عثمان ډار د مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونو ازادي مارچ ته د ځواب ويلو دپاره داسې مثال وړاندې کړی ؤ، ” اکثره چې پښتانه په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په ۵۰ ورکړي او بيا ځي”.
د ډار نه د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن (اېکسپرېس) باندې پوښتنه شوې چې د ازادي مارچ د احتجاج کوونکو سره به څه کوئ، دوی ته به څه ورکوئ چې مطمئن شي او لاړ شي؟
هغه يې ځواب په دې ټکو کې ورکړی ؤ چې د مولانا د ازادي مارچ پای به هم په دې ډول کيږي لکه،
“چې پښتانه اکثره په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په اخره کې په ۵۰ روپۍ ورکړي”.
په ټولنيزو رسنيو د عثمان ډار دې بيان ته سخت غبرګون ويل شوی او د پيپلز ګوند سېنېټرې روبينه خالدپرې په سېنېټ کې تحریک استحقاق هم جمع کړی ؤ.
ډار بيا په ټویټر ويلي ټول پاکستاني ورته د عزت وړ دي او هغه په ياد پروګرام کې خپلې کړې خبرې بيرته اخستي او د او د پښتنو يې پرې بخښنه غوښتې ده.

Usman Dar
تمام پاکستانی میرے لیے انتہائی قابلِ احترام ہیں۔ کسی بھی شخص یا قوم کی کسی بھی طریقہ سے دل آزاری کرنا میرے لیے ناقابلِ قبول ہے۔ میں اسی پروگرام میں اپنے یہ الفاظ واپس لے چکا ہوں۔ اگر میرے کسی بھی جملے سے میرے پختون بھائیوں کی دل آزاری ہوئی تو میں اس پر معذرت خواہ ہوں۔ https://twitter.com/SaleemKhanSafi/status/1191629570547552256 …

پنجاب کے وزیراطلاعات تو فیاض الحسن چوہان کے جانشین ہیں۔ یوں ان کی پختون اکابرین باچاخان ،صمد خان اچکزئ اور مفتی محمود کے بارے میں بازاری اور گھٹیا زبان درازی تو سمجھ میں آتی ہے لیکن نہ جانے عثمان ڈار جیسے خاندانی اور شائستہ انسان کو کیا ہوگیا۔ فوری معذرت کرلیں تو بہتر ہے۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: