دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / لوګر: هوايي برید کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر: هوايي برید کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان پوځي سرچینې وايي، په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو هوايي برید ۸ طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

په لوګر کې د ۲۰۳ تند قول اردو څلورمې پلې لوا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې طالبان د مرکز پل علم اړوند کمال خېلو کې په نښه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان په لوګر کې د طالبانو مهم غړي وو.

په ورته وخت کې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، څلور وسله وال په میوند ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شول چې موټر یې پر خپل ښخ کړي ماین وخوت.

د اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د دغې ولسوالۍ په چشمو نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي علوي همداراز وویل چې د ملا داود په نوم یو بل وسله وال د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او پنځه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه د دولتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: