دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر ولایت کې یوې چاودنې بهرني عسکر وژلي دي

لوګر ولایت کې یوې چاودنې بهرني عسکر وژلي دي

لوګر کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان موټر بم چاودنه شوې ده. پېښه نن ماښام د پل علم اړوند خضر بازار سره شوې ده. لوګر کې د څلورمې پلې لوا د رسنیو مسوول احمد شکيل پر بهرنيو ځواکونو د موټر بم بريد د پخلي تر څنګ وايي، چې په دې بريد کې يو شپږ کلن ماشوم وژل شوى او مور يې ټپي شوې ده. وسله والو طالبانو بیا رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د بريد مسووليت منلى او ويلي يې دي چې ۸ بهرني عسکر يې وژلي او د هغوى دوه ټانکونه يې هم له منځه وړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: