پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / لیبیا کې هوایي برید ملکیان وژلي دي

لیبیا کې هوایي برید ملکیان وژلي دي

د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې په لیبیا کې د هوایي برید له امله دوه ویشت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې دا برید په داسې ځای کې شوی دی چې هلته له ملکي وګړو پرته بله کومه نظامي اداره وجود نلري. برید د زاویه په نامه ښار کې چې د پلازمینې طرابلس په خیتځ کې واقع ده شوی دی او له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د وفاق ملي په نامه حکومت د خلیفه حفتر وسله وال په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړي دي. د دوی په وینا د حفتر وسله وال د ښار د امنیت او ارامښت له منځه وړلو په موخه دا ډول بریدونه کوي. که څه هم د خلیفه حفتر وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وفاق ملي حکومت وایي، په لیبیا کې په ورته پېښو د نړیوالې ټولنې خاموشي، حفتر ته دا جرئت ورکړی دی چې خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: