یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / راپورونه / مارک مېلي: افغان سولې په اړه د بریالیو مذاکراتو چانس تر بل هر وخت ډېر شوی دی

مارک مېلي: افغان سولې په اړه د بریالیو مذاکراتو چانس تر بل هر وخت ډېر شوی دی

د افغان سولې په اړه د بریالیو مذاکراتو چانس تر بل هر وخت ډېر شوی دی. د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي وایي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د سولې د بریالیو مذاکراتو چانس تر بل هر وخت ډېر شوی دی. دده په خبره په نږدې راتلونکې کې به ټول ددې شاهدان وي چې د سولې روان مذاکرات به مثبته پایله ولري او افغان جګړه به د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې دمګړی په قطر کې د طالبانو او امریکايي لوري ترڅنګ خبرې روانې دي او د مذاکراتو د پيل پر څرنګوالي کار کوي. تر دې وړاندې هم رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا غیر رسمي خبرې پيل شوې دي او ډېر ژر به رسمي مذاکرات هم د ټرمپ له لوري اعلان کړل شي. طالب سرچینو هم تایید کړې چې دمګړی په قطر کې له امریکایانو سره خبرې کېږي او د مذاکراتو د پیل پر څرنګوالي بحثونه روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: