جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / مایک پمپیو د ایران د ولسمشر حسن روحاني پیشنهاد رد کړی

مایک پمپیو د ایران د ولسمشر حسن روحاني پیشنهاد رد کړی

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير د ايران د ولسمشر حسن روحاني وروستى پېشنهاد رد کړ.

حسن روحاني پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې ويلي، که د ټرمپ اداره خپل بنديزونه او بدمعاشي بنده کړي، تهران ورسره خبرو ته تيار دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، دا د ايران د ولسمشر هماغه پېشنهاد دى چې جان کري او بارک اوباما ته يې کړى و.

د ده هدف د امريکا د بهرنيو چارو پخوانى وزير او د امريکا پخوانى ولسمشر و.

د امريکا متحد ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه تېرکال د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.

د ټرمپ ادارې ويلي و چې دغه تړون به ايران ته دا وړتيا ورکړي چې په څو کلونو کې اټمي وسله جوړه کړي.

تهران په ځواب کې داسې اقدامات کړي چې د يورانيمو غني کول له هغو حدودو واړوي چې په اټمي تړون کې ورته ټاکل شوي وو.

دا مسئله د دې سبب شوه چې امريکا د نورو بنديزونو خبردارى هم ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: