جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / مایک پمپیو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ایران فشارونه راوړي

مایک پمپیو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ایران فشارونه راوړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د ایران په خلاف تازه څرګندونې کړي او هغه یې د سیمې په بې ثباتۍ تورن کړی دی.

پمپیو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ایران باید فشارونه راوړل شي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران لګول شوي بندیزونه ختمیږي.

پمپیو په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي، د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران لګول شوي بندیزونه په راتلونکي کال کې ختمیږي او له دې وروسته به په منځني ختیځ کې یو ځل بیا پوځي سیالي پیل شي.

د پمپیو په وینا چې وخت لږ پاتې دی او نړیواله شوری باید ایران په سیمه کې له ثباتۍ څخه راوګرځوي.

د یادونې وړ ده چې له راتلونکي کال وروسته به ایران کولای شي وسلې وپلوري او همدا رنګه د انقلابي ځواک مشر قاسم سلیماني څخه به یې هم بندیزونه لري شي او سفرونه به کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم په امریکا سختې نیوکې کړې وې او هغه یې په سیمه کې په ناامنۍ تورنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: