دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / پاکستان / محسن داوړ:پاکستان نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی نه لري

محسن داوړ:پاکستان نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی نه لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستاني پارلمان غړی محسن داوړ چې پرون د پاکستان له زندانه ازاد شوی دی وایي، د ده او علي وزیر نیول کېدل د پاکستان د ظالمانه سیاست څرګندونه کوي. هغه زیاته کړې، پاکستان د دوی په نیولو سره وښوده چې نړیوالو بشري قوانینو ته هیڅ درناوی نه لري او د هغو کسانو پر نیول کېدو او ربړونې لاس پورې کوي چې سوله ییز فعالیتونه کوي. هغه پر خپل ټویټر لیکلي، دوی له پخو حوصلو او نوي هوډ سره یو ځل بیا د خپلو خلکو د حقه حقونو د غوښتنې ډګر ته داخلېږي او تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي څو چې پر پښتنو روان ظلمونه ختم شوي نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: