شنبه , جولای 11 2020
کور / خبرونه / افغانستان / محسن داوړ: پاکستان د القاعده غړي په خپلو پوهنتونو کې روزي

محسن داوړ: پاکستان د القاعده غړي په خپلو پوهنتونو کې روزي

په پاکستان کې د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د پنجاب په پوهنتون کې د القاعده ډلې غړي درسونه وایي، خو په دوی د جبر انتها دې سرحد ته رسېدلې ده چې له خپلو محصلینو سره هم نه شي کتلی.
محسن داوړ په خپلو خبرو کې وایی، چې نوموړی په دې وروستیو کې د پنجاب پوهنتون ته د زده کوونکو په بلنه د دې لپاره ورغلی وو چې د هغوی ستونزې واوري او د حل لپاره ورسره پوره مرسته وکړي، خو وایي چې یوې پاکستاني رسنۍ د ریاستي ادارو په لمسون دې پوهنتون ته د نوموړي ورتګ ته بل نوم ورکړی دی.
محسن داوړ زیاته کړې، دې رسنۍ داسې راپور ورپسې خپور کړی دی چې ګوندې، دا وړ په پنجاب پوهنتون کې پښتانه او بلوڅ د حکومت پر ضد پارولي دي، څو د پي ټي ایم په شان د پاکستاني پر ضد را پورته شي، خو هغه دا ډول خبر بې بنسټه بللی دی.
محسن وایي، له دې معلومېږي چې پاکستاني ریاست ته په اصل کې د پښتنو شتون مخالف ښکاري او غواړي چې په دې هېواد کې د پښتنو لمن ورټوله کړي.
هغه زیاته کړه، پاکستانۍ استخباراتي ادارې په دې هېواد کې د اسامه بن لادن په وجود نه وي خبر، خو د محسن داود له هر قدمه بیا خبر وي ځکه چې زه د پښتنو حقوق له حکومته غواړم او غواړي چې زما پر فعالیتونو بندیز ولګوي.
محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه مخکښ مشر دی چې څو میاشتې وړاندې د پاکستاني ریاست له لورې د علي وزیر سره یوځای د حکومت پر ضد د یو لاریون په ترڅ کې نیول شوی وو او تر څلور میاشتو پورې له بند وروسته بیا په سپټمبر میاشت کې بېرته راخوشې شول.
هغه مهال محسن داوړ ویلي وو کله چې دوی د حکومت له لوري زندان ته ولېږدول شول هلته ورسره د ترهګرو په څېر چلند کېده، هر ډول ظلم تېری پرې کېده او له ډیرو اسانتیاو بې برخې ساتل شوي وو.
محسن داوړ او علي وزیر د پاکستاني ریاست له بندیز څخه تر ازادېدو وروسته وایي، چې دوی بیا هم په خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دي اوخپله روانه مبارزه به نوره هم جاري وساتي څو د پښتنو له حقوقو دفاع وکړي.
د یادولو ده چې له دغې څلور میاشتیني بندیز څخه تر ازادېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنک غړي یو ځل بیا هم د پاکستاني ریاست پر ضد راپاڅېدلي دي او د پښتنو له حقوقو دفاع کوي.

4 تبصرې

  1. An outstanding share! I’ve just forwarded this
    onto a co-worker who had been conducting a little homework on this.

    And he actually bought me lunch due to the fact that I found it for him…
    lol. So let me reword this…. Thank YOU for the meal!!
    But yeah, thanx for spending the time to talk about this issue
    here on your site.

  2. Hey, I think your blog might be having browser compatibility issues.
    When I look at your blog site in Opera, it looks
    fine but when opening in Internet Explorer, it has some overlapping.
    I just wanted to give you a quick heads up!
    Other then that, terrific blog!

  3. When someone writes an piece of writing he/she maintains the idea of a user in his/her brain that how a user can be
    aware of it. Thus that’s why this post is great.

    Thanks!

  4. I’m curious to find out what blog platform you happen to be utilizing?
    I’m experiencing some minor security issues with my latest site and I would like
    to find something more secure. Do you have any solutions?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: