پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / پاکستان / مریم نواز وایي پلار یې بېګناه دی او لګول شوي تورونه بې بنسټه دي

مریم نواز وایي پلار یې بېګناه دی او لګول شوي تورونه بې بنسټه دي

د اسلام اباد د احتساب عدالت جج ارشد ملک ويلي تېره ورځ چې مريم نواز په خبري غونډه کې د هغه په اړوند کومه ويډیو ښکاره کړې په هغه باندې پکې سخت تورونه لګول شوي، دغه ويډيو هيڅ حقيقت نه لري.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور او د مسلم ليګ (ن) ګوند مشرې مريم نواز پرون د خالي، شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ پلار يې بېګناه دی او د احتساب عدالت کوم قاضي چې ورله سزا ورکړې هغه منلې چې دغه سزا يې د چا د فشار لاندې اورولې وه.

مریم نواز د مسلم ليګ ن ډلې د مشر شهباز شريف سره ګډ خبري کانفرنس ته په پټه ريکارډ شوې ویډیو ښکاره کړې او دعوه يې کړي وه چې په ويډيو کښې موجود تن د احتساب عدالت هغه قاضي ارشد ملک دی چا چې نواز شريف ته په يوه مقدمه کښې د ۷ کاله قېد سزا اورولې ده.

دا ويډیو چې په پټه د مسلم ليګ ن ګوند یو غړي ناصرملک رېکارډ کړې پکښې جج ارشد ملک وايي چي نواز شريف سره زياتی شوی او ورته په غلطه سزا اورول شوې ده. په ويډيو کې قاضي ارشد ملک وايي چې په خپل دغه عمل(د نواز شریف پرضد فیصله) خفه دی.

نوموړي جج نن د يوې خبر پاڼې د لارې ويلي نه یواځې دا چې دا ويډيو حقيقت نه لري بلکې په دې کې په بېلابيلو وختونو کې په مختلفو موضوعاتو باندې شوې خبرې ګډې وډې کړی شوي او په ناوړه توګه د وړاندې کولو هڅه يې شوې ده.

ارشد ملک ويلي د مريم نواز د خبري غونډې وروسته حقیقت مخې ته راوړل غواړي چې د نوازشریف او د هغه د کورنۍ پرضد د مقدمو په مهال هغه (جج) ته څو ځله نه يواځې د بډو رشوتونو وړانديز شوی بلکې د نه منلو په صورت کې ورته ګواښونه هم شوي دي.

نوموړي، نوازشریف ته په يوه مقدمه کې د سزا او په بله کې د بري کېدو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي چې په هغه باندې نېغ په نېغه يا د بل چا لخوا هيڅ فشار نه ؤ او نه کوم لالچ ؤ.

هغه ويلي دغه خبري غونډه د هغه د فېصلو لانجمنه کولو او سياسي ګټو دپاره شوې او ويډيو ته يې جعلي ويلي او په اخره کې يې په دې کې د ککړو کسانو پرضد د قانوني لارې خپلولو غوښتنه هم کړې ده.

د وزيراعظم د اطلاعاتو صلاحکارې فردوس عاشق اعوان پرون د مريم نواز خبري غونډې ته په غبرګون کې د مريم نواز دعوې رد کړې او ويلي يې ؤ مسلم ليګ ن د دغه لارې خپل مشران بې ګناه ثابتول غواړي.

د جج ارشد ملک دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پرون راهسې په سوشل ميډيا په دې تود بحث روان ؤ چې بل څوک ولې دغه سپيناوی وکړي بايد جج يې په خپله وکړي او نن نوموړي جج په خپله خپل بيان خپور کړو.

بل لور ته به پاکستان کې د ټيلي ويژن چېنلو د څار او انتظام ادارې (پېمرا) ټيلي ويژن چېنلو ته خبرداری، نوټس ورکړی چې د مريم نواز خبري کانفرنس يې نېغ په نېغه ولې خپور کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: