یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / مشرانو جرګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر نه اعلان سختې نیوکې کړې

مشرانو جرګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر نه اعلان سختې نیوکې کړې

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ناسته کې سناتورانو د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر نه اعلان سختې نیوکې وکړې. دوی وايي، د ټاکنو د پایلو صلاحیت په کابل کې د امریکا سفارت او سپینې ماڼۍ سره دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون تل پر خپل استقلالیت ټینګار کړی خو سناتوران د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو د ځنډېډو په غبرګون کې وايي، چې کمېسیون د پایلو د اعلان صلاحیت نه لري بلکې دغه صلاحیت له سپینې ماڼۍ سره دی. په ورته مهال ددې جرګې غړي وايي، د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان رول مهم دی خو ټینګار کوي، چې بهرنیان په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي. سناتوران وايي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: