پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / مصر بهرنیو وکړو ته د تابیعت ورکولو نوی قانون وړاندې کړی

مصر بهرنیو وکړو ته د تابیعت ورکولو نوی قانون وړاندې کړی

مصري رسنۍ وایي، مصر هغه وګړو ته د لس زره ډالرو په بدل کې تابعیت ورکوي چې غواړي په دغه هېواد کې ژوند وکړي. د مصر الشرق ورځپاڼې د پارلمان د امنیتي او دفاعي کمیسیون د رییس له قوله ویلي، د مصر پارلمان ته یو نوی قانون وړاندې شوی دی چې له مخې به یې بهرنیو وګړو ته د لس زره ډالرو بدل کې د یاد هېواد تابعیت ورکول کېږي. د یاد قانون د دویمې مادې پر اساس هغه کسان چې غواړي د مصر تابعیت واخلي باید لس زره امریکایي ډالر او یا هم د مصر په پیسو د همدې رقم معادل په بانک کې ولري. د سرچینې په وینا دا پروسه په درې میاشتو کې په پوره ډول تکمیلېږي. مصر غواړي د همدې ګام په اخیستلو سره بهرنیو وګړو ته په خپل هېواد کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: