پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ملټري ټایمز: افغانستان اوس هم د امریکایي پوځ لپاره زیانمن دی

ملټري ټایمز: افغانستان اوس هم د امریکایي پوځ لپاره زیانمن دی

امریکایي ملټري ټایمز نشریه په یوه مطلب کې لیکي، چې په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي او هره ورځ د سرتېرو ژوند اخلي. سرچینه کاږي سره له دې چې د جګړې ټول مسوولیت د افغان پوځیانو پر غاړه دی، خو بیا هم بهرنیو ځواکونو ته زیانونه اوړي. په مطلب کې وړاندې راځي چې افغانستان لا هم خطرناک ځای دی او بهرنیو ځواکونو ته تلفات پکې اوړي. په مطلب کې راځي چې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه قوي مدیریت ته اړتیا لري او دغه اوږده جګړه باید کنټرول کړل شي. ملټري ټایمز د سولې خبرې هم مهمې بللې دي او هیله یې څرګنده کړې چې د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: