دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ملګرو ملتونو د ایران پر تازه اقدام غبرګون ښودلی دی

ملګرو ملتونو د ایران پر تازه اقدام غبرګون ښودلی دی

ملګرو ملتونو د ایران پر تازه اقدام غبرګون ښودلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي ایران حق نه لري چې د نړیوالو قوانینو او هوکړو پر خلاف د اټومي فعالیتونو پراختیا ته ادامه ورکړي. د ایران ولسمشر تېره ورځ ویلي وو، چې دوی د یورانیمو د غني کولو لپاره تازه ګامونه اوچت کړي دي خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي چې د ایران دا کار د نړیوالو هوکړو او قوانینو خلاف دی. انتونیو ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې هوکړو ته ژمن وي. د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان هم په تازه څرګندونو کې د ایران دغه کار غندلی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې نړیوالو هوکړو او قوانینو ته ژمن پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: