شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ملګرو ملتونو راپور:افغانستان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی

ملګرو ملتونو راپور:افغانستان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ددغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې چې مخکې له مخکې ددوی پر وېبپاڼه خپور شوی د افغانستان وضعیت ته کتنه شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي ددوی موندنې ښيي چې افغانستان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري. په راپور کې راځي چې امنیتی وضعیت خراب دی، د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېرو کلونو په پرتله په ځلونو لوړه شوې ده، اقتصادي وضعیت مثبت بدلون نه دی کړی، د بشري حقونو له اړخه لا هم افغانستان تر ټولو په بد وضعیت کې دی او لا هم خلک له فقر او بېکارۍ سره مخ دي. په دغه راپور کې د ټاکنو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او په خبره یې نا امني او فساد به د ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډونه وي. انتونیو ګوتریش سره له دې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې حضور ولري او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: