شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ملګرو ملتونو په لیبیا کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

ملګرو ملتونو په لیبیا کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د لیبیا په بن غازي ښار کې پرونۍ چاودنه چې ویل کېږي د دغه سازمان دوه کارکوونکي هم پکې وژل شوي دي په کلکو ټکو غندلې ده. د لیبیا روغتیایي کارکوونکو رویټرز اژانس ته ویلي چې په دغه چاودنه کې د لسګونو نورو کسانو ترڅنګ د دغه سازمان دوه کارکوونکي هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي. راپورونه وایي یو وژل شوی بهرنی وګړی او بل هغه یې د لیبیا دی. خو د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپلو کارکوونکو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي. په لیبیا کې له څو میاشتو راهیسي د حکومت او د خلیفه حفتر په مشرۍ د کورنۍ ملېشې ترمنځ جګړې روانې دي چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: