شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / پاکستان / ملګري ملتونه:د داعش ډلې په جنګیالیو کې ډېری برخه یې پاکستاني دي

ملګري ملتونه:د داعش ډلې په جنګیالیو کې ډېری برخه یې پاکستاني دي

ملکري ملتونه راپور ورکوي چې په افغانستان کې زیات ترهګر موجود دي چې په دې کې یې زیاتره له پاکستان څخه ورغلي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې داعش په افغانستان کې سخت پوځي زیانونه ګاللي دي، خو بیا هم افغانستان له عراق او سوريې وروسته د داعش تر ټولو لوی او د راپورته کېدو تر ټولو ګواښونکی ځای بلل کېږي.

راپور د یو اټکل له مخې لیکي چې په افغانستان کې د ۸ او ۱۰زرو تر منځ بهرني ترهګر موجود دي چې په هغو کې يې داعش جنګیالي هم راځي او د دوی ډېری یې د پاکستان دي.

راپور لیکي چې داعش په جوزجان کې ماته وخوړله خو اوس هم په افغانستان کې د ۲۵۰۰ او ۴ زره تنو تر منځ جنګیالي لري چې ډېری يې په ننګرهار او ورسره نږدې ختیځو ولایتونو کې دي.

راپور وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې تر څنګ د طالبانو او القاعدې سره ملګرې نورې ترهګرې ډلې هم موجودي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: